«بېګاه شپې مې مېرمنې راته وویل چې اوړه او غوړي خلاص شول، حیران پاتې شوم چې څه وکړم! په خپله هم عصبي ناروغي لرم. ډاکټران وايي چې درون کار مه کوه، که کار ونهکړم، څنګه شپږ کسیزه کورنۍ مې ژوند وکړي.»
دا د حامد خبرې دي؛ هغه کس چې هره ورځ د خلکو بارونه او پنډونه په خپله لاسي ګاډۍ کې د کابل ښار له یوه ځایه، بل ځای ته لېږدوي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو ښار کې د توکو لوړې بیې او د کار کمښت لامل شوي چې نوموړی په خپلو ورځنیو عوایدو، د کورنۍ اړتیاوې برابرې نهشي کړای.
هغه وویل: «کور کې شپږ کسان یوو او یوه بجه له کوره راوځم، څو کراچۍ وچلوم، درې لورګانې او یو زوی لرم چې پر لاره نهشي تللی او کور کې تر درملنې لاندې دی. د ورځې ۲۰۰ افغانۍ ګټم او د میاشتې ۱۵۰۰ د کور کرایه ورکوم، پوروړی هم یم.»
حامد همداراز سلاموطندار ته وايي چې د تېرو درېوو کلونو پرمهال یې، یوازې یو ځل د یوه نړیوال بنسټ لهخوا مرسته ترلاسه کړې او له هغه وروسته یې، چا د مرستې لپاره ور نهدی ورټکولی.
کابل کې د حامد په څېر نور ډېر داسې کسان او کورنۍ هم شته چې د تنګسیې له امله یې، دسترخوان سپور او د کورنۍ غړي یې، د مړې ګېډې خوړو ارمانجن دي.
عبدالرازق هم په خپل لاسيګاډۍ کې د خلکو بارونه او پنډونه وړي؛ دی وايي، هغه چې له دې لارې پیدا کوي، حتا د کور کرایه پرې نهشي ورکولی.
نوموړي وویل: «د سهار ۷نیمې بجې راځم کار ته، خو کار نشته. د ورځې ۱۵۰ افغانۍ پیدا کوم، کله دا هم نهوي. کورنۍ کې مې ۱۲ کسان دي، دوه زامن مې ایران کې دي، خو د هغه ځای پیسې هم ټیټې دي، د کور کرایه هم نهکېږي. لس اولادونه لرم، پنځه لورګانې او پنځه زامن دي.»
فرید هم له ورته برخلیک سره مخ دی. هغه چې د اته کسیزې کورنۍ یوازینۍ سرپرست دی، وایي، هر سهار له خپلې لاسيګاډۍ سره یوځای ښار ته د کار کولو لپاره راځي، خو په وینا یې، ډېری ورځې۱۰۰ افغانۍ هم نهشي پیدا کولی. «اته کسیزه کورنې لرم؛ پنځه بجې له کوره راوځم، له ۷۰ تر ۸۰ افغانۍ عواید لرم، بله چاره نشته، کله اوبه، کله ډوډۍ او چای، یوازې په همدې ګذاره کوو.»
د یوشمېر نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، افغانستان کې د بېوزلۍ او تنګسیې لمن پراخه شوې چې ورسره، هېواد کې تر نیمايي ډېر وګړي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام د وروستي راپور پر بنسټ، یو پر څلورمه برخه افغانان د شپې پر لوږه ویده کېږي.
.