Asset 1SWN

سلام وطندار

د حنفي په مشرۍ پلاوی د راستنېدونکو وضعیت څېړلو لپاره هرات ته ورسېد

1000169618

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د کډوالو وضعیت ته د رسېدو کمیسیون مشر عبدالسلام حنفي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له ایرانه د راستنېدونکو وضعیت ارزولو لپاره نن هرات ته ورسېده.

دغه پلاوي کې د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌الدین دلاور او ځينې نور چارواکي ملتیا کوي.

د سرپرست حکومت دغه لوړپوړی پلاوی به له ایرانه د راستنېدونکو وضعیت ارزولو په موخه د هرات له اسلام‌کلا پولې هم لیدنه وکړي.

دغه پلاوی داسې مهال هرات ته سفر کوي چې ځايي مسوولانو ویلي، له ایرانه د بیرته راستنېدونکو افغانانو لړۍ چټکه شوې. د دوی په وینا، تېره یوه اونۍ کې له ایرانه څه باندې سل زره افغانان را اېستل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې ده چې وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د ایران سفیر علی‌رضا بیکدلي سره لیدنه کې پر دوه اړخيزو مسایلو په ځانګړې توګه له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په موضوع خبرې کړي.

ښاغلي متقي دغه لیدنه کې له ایرانه په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښه ښوولې او د ایران له سفیره یې غوښتي چې دغه موضوع له لوړ پوړو ایراني چارواکو سره شریکه کړي، څو حسن نیت او يوه منظم میکانیزم ته په پام، د کډوالو ستنول په تدريج ډول ترسره شي او دواړه هېوادونه وکولی شي د ستونزې حل او د هغوی لېږد ته رسېدنه وکړي.

د ایران سفیر هم ډاډ ورکړی چې د کډوالو مسله به خپل دولت سره شریکه او د ستونزې د حل په برخه کې به جدي اقدام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام