Asset 1SWN

سلام وطندار

حمدالله فطرت: افغانستان د هېچا پروړاندې خطر نه‌دی

ARG-ارګ

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې له افغانستان څخه هېڅ‌ هېواد د ګواښ نشته او په وینا یې، سرپرست حکومت بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.

نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شهباز شریف د ملګروملتونو ۷۹مه کلنۍ غونډه کې ادعا کړې چې افغانستان کې ځینې ډلې شتون لري او د یاد هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې بریدونه کوي.

حمدالله فطرت په یوه ویډیويي کلپ کې چې نن شنبه، تلې اوومه خپور شوی، همداراز د ګاونډیو هېوادونو له مثبتو سیاستونو هرکلی کړی دی.

هغه وویل: «افغانستان د هېچا پر وړاندې خطر او تهدید نه‌دی. موږ افغانستان بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوو او نه‌څوک پرېږدو چې د افغانستان له خاورې نورو ته تهدید متوجه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان له دې وړاندې هم په وار وار دغه هېواد کې د بریدونو او امنیت ضد کړنو ګوته افغانستان ته نیولې، خو سرپرست حکومت بیا د پاکستان امنیت د دغه هېواد کورنۍ مسله بللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام