د فلسطین حماس ډله وايي چې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنه نهلري او د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې به یې، پوځي عملیات روان وي.
د حماس یوه لوړپوړي چارواکي سمېع ابو ظهوري له الاقصی ټلوېزیون سره مرکه کې همداراز هغه اوازې هم ناسمې بللي چې ګواکې حماس د ټولو بندیانو خوشې کولو په بدل کې دوه میاشتني اوربند سره هوکړه کړې ده.
نوموړې دې مرکه کې زیاته کړې، که اسراییل د نړیوالو قوانینو سره سم د جګړې پای ته رسولو لپاره ډاډ ورکړي، دوی چمتو دي چې ډېر برمته شوي خوشې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «موږ د یوې هوکړې رسېدو لپاره خپل نیت وښود او عدن الکساندر مو خوشې کړ، څو د هوکړې لپاره زمینه برابره شي، خو د امریکا ادارې زموږ له دې ګام هرکلی ونکړ.»
نوموړي ټينګار وکړ چې د اسراییلي ځواکونو پروړاندې به یې، لوی نامتوازن پوځي عملیات روان وي او په وینا یې، خپلې راتلونکې ته اندېښمن نهدي.
اسراییلو له تېرو څو اوونیو راهیسې غزه کې مرګوني عملیات پیل کړي چې تر ډېره پهکې ملکیان په نښه شوي دي.