Asset 1SWN

حماس ټرمپ ته: د ګواښ ژبه به مسایل پېچلې کړي

06-20-trump-policies01

د حماس ډله د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرکون کې ویلي چې ګواښ ارزښت نه‌لري او یوازې به مسایل پېچلې کړي.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي سمېع‌ ابو ظهوري رویټرز ته ویلي چې شوي اوربند ته باید له دواړو لوریو درناوی وشي او په وینا یې، ټرمپ باید دا په یاد ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړې چې پاتې برمته شوي اسراییلیان به اوربند ته د درناوي په پایله کې بېرته خپلو کورونو ته ستانه کېدای شي.

هغه وویل: «ټرمپ باید په یاد ولري چې هوکړه‎‌لیک شوی او باید د دواړو لوریو څخه ورته درناوی وشي او دا یوازینۍ لاره ده چې اسراییلیان بېرته خپلو کورونو ته ستنولی شي. د ګواښ ژبه ارزښت نه‌لري او یوازې به مسایل پېچلې کړي.»

ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکې شنبې ورځې تر ۱۲ بجو باید ټول برمته شوي بېرته خوشې کړي، ګنې د نوموړي په وینا، دوزخ به رامنځته کړي.

ټرمپ دوشنبه، فبرورۍ لسمه ویلي، که حماس دا کار ونه‌کړي د اسراییلو-حماس ترمنځ اوربند به لغوه او اجازه به ورکړي چې د ده په ټکو «جهنم به پیل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

حماس همداراز د اسراییلو له لوري اوربند ته د نه‌ژمنتیا او وژنو له امله د برمته شویو د خوشې‌کولو راتلونکی پړاو هم تر نامعلومې نېتې ځنډولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام