Asset 1SWN

سلام وطندار

ګوترېش د ایران او امریکا ترمنځ له اوربند هرکلی کړی

ګوترېش

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیو له اوربند هرکلی کړی دی.

ګوټرش نن چهارشنبه (د اپرېل ۸مه) له ښکېلو لورو وغوښتل چې د نړیوالو اصولو پربنسټ خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي.

هغه ټینګار کړی چې د جګړو ژر پای ته رسول، د ملکي وګړو د ژوند د خوندي کولو او د بشري کړاوونو د کمولو لپاره بېړنی اهمیت لري.

د ملګروملتونو سرمنشي همدارنګه د پاکستان او نورو هغو هېوادونو له هڅو مننه کړې چې د دې اوربند په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دوه اوونیو اوربند وړاندیز یې په دې شرط منلی چې د هرمز تنګی پرانیستی پاتې شي.

بلخوا، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تایید کړې چې دا اوربند د اسلام‌اباد په منځګړیتوب شوی او ټاکل شوې چې راتلونکې خبرې اترې به په اسلام‌اباد کې وشي.

کارپوهان وایي، که څه هم دا اوربند لنډمهاله دی، خو کولای شي د لاپراخو ډیپلوماټیکو هڅو لپاره زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام