د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش له فرانس پرېس اژانس سره په مرکه کې د اسراییلو پر اقداماتو سختې اندېښنې څرګندې کړې.
نوموړي په دې مرکه کې ویلي چې نړۍ باید د اسراییلو له ګواښونو ونهوېرېږي، ځکه د ده په وینا، د څه کولو او نه کولو پروا نهلري او د هغوی کړنې به روانې وي.
ګوټرش ټینګار وکړ چې د اسراییلو پر حکومت د فشار راوړلو لپاره نړیواله ټولنه باید راټوله شي او اوسنی وضعیت د غزې د بشپړې ویجاړۍ او د لوېدیځې غاړې د تدریجي الحاق په موخه پر مخ وړل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې د سرمنشي په توګه یې د مرګ او ورانۍ داسې کچه نهده لیدلې؛ فلسطینیان له نه توصیفېدونکو کړاوونو سره مخ دي. «قحطي، د روغتیايي خدماتو نشتوالی او د ګڼې ګوڼې سیمو کې بېسرپناه ژوند.»
سره له دې، نوموړي د اسراییلو کړنې نسلوژنې ونهبللې او ویې ویل چې دا د هغه د صلاحیت موضوع نه ده، بلکې اصلي ستونزه هغه واقعیتونه دي چې پر ځمکه روان دي.