Asset 1SWN

سلام وطندار

ګوترېش هند کې د پاکې انرژۍ پر راتلونکې ټینګار کړی

ګوترېش

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترېش په هند کې د صنعت، سیاست او مدني ټولنې له مشرانو سره د تجدیدېدونکو (پاکو) انرژیو په اړه کتلي دي.

ګو‌ترېش نن دوشنبه سهار، د فبرورۍ ۲۳مه، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکې انرژۍ راتلونکې د لاسته‌راوړلو وړ ده، خو د فوسیلي سون‌توکو څخه د چټک لېږد لپاره د هېوادونو د انرژۍ نظامونو کې بنسټیز او پراخ بدلون ته اړتیا ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د ټولنې د بېلابېلو برخو همکاري حیاتي ده او پرته له سیسټماټیک بدلونونو، د پاکې انرژۍ هدفونو ته رسېدل به له ستونزو سره مخ شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ملګري ملتونه وايي، د نړۍ له سترو انرژي تولیدونکو او مصرفوونکو هېوادونو څخه یو هند دی چې د چټک اقتصادي او نفوسې ودې له امله د انرژۍ له زیاتېدونکي تقاضا سره مخ دی.

په همدې حال کې، د شنوګازونو د خپرېدو کمول او دوامدارو سرچینو ته مخه کول، د دې هېواد لپاره ستر لومړیتوب بلل کېږي.

د انرژۍ د چارو شنونکي باور لري چې که هند وکولای شي د لمر، باد او نورو پاکو سرچینو پانګونه نوره هم پراخه کړي، دا به نه یوازې د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مهم ګام وي، د کارموندنې، ټکنالوژۍ او اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره به هم نوې لارې پرانیزي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام