Asset 1SWN

سلام وطندار

ګوترش: د نجونو د علمي هیلو پوره‌کېدو زمینه دې برابره شي

ګوترېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د علومو په برخه کې د جنسیتي برابرۍ پر کلیدي رول ټینګار کړی او ویلي، ساینس کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او باید د ښځو او نجونو د علمي هیلو د پوره کېدو زمینه برابره شي.

ګوتریش نن چهارشنبه دلوې ۲۲ / فبروري ۱۱ پر اېکسپاڼه لیکلي چې زده‌کړو ته د لاس‌رسي په برخه کې له پرمختګونو سره سره، نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې: «راځئ ډاډ ترلاسه کړو چې ښځې او نجونې وکولی شي خپلو علمي هیلو ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو یو زر او ۶۰۴ ورځې پوره کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې، د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو او نجونو د مهم رول نمانځنې په موخه، د فبروري ۱۱مه «ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ» په نوم نومولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام