Asset 1SWN

لوګر کې د انګورو حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی

انګور کندهار

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه ریاست د کرنیزو چارو آمر محمد رفیع ابراهیمي نن (یکشنبه، سنبله ۲۳) سلام‌وطندار ته وویل، لوګر کې سږ کال نږدې ۳۷ زره ټنه د انګورو حاصلات ترلاسه شوي.

هغه وویل: «د لوګر په کچه ټولټال ۱۹۶۸هکټاره د انګورو باغون شتون لري چې ورڅخه څه باندې ۳۶۶۹۹ ټنه حاصلات ترلاسه شوي او د تېر کال په پرتله  ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي.»

ابراهیمي د انګورو په حاصلاتو کې د زیاتوالي مهم لاملونه ښه اقلیمي شرایطو، ډاډمن امنیت او بڼوالو ته د عامه پوهاوی پروګرامونو او نویو باغونو جوړول بولي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په خبره، تېر کال لوګر کې د انګورو ۱۹۶۷ هکتاره باغونو شتون درلود چې ورڅخه ۳۲ زره متریک ټنه حاصلات ترلاسه شوی وو.

اخوا د لوګر د انګورو بڼوال هم مني چې د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو ټینګار کوي چې په دغه ولایت کې سږ کال د انګور بازار سوړ دی او بڼوال د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار نشتون سره مخ دي.

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت کرنیز ولایت دی چې ډېری اوسیدونکې یې په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام