Asset 1SWN

سلام وطندار

هېواد کې ۲۰زره ټرانسپورټي وسایطو کې جي‌پي‌اس دستګاوې نصب شوي

ټرانسپورټي وسایط

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، تراوسه یې د ټول هېواد په سطحه ټرانسپورټي وسایطو کې ۲۰ زره د جي‌پي‌اس دستګاوې نصب او فعاله کړي.

دغه وزارت تېره ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي چې له دغه اقدام څخه موخه د وسایطو معیاري کول، د مسافرینو مصئونیت او د سوداګرو له توکو څخه ساتنه ده.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت همدارنګه وايي چې لا هم په مرکز او ولایتونو کې په بس او باروړونکو موټرو کې د جي‌پي‌اس دستګاوو د نصبولو پروسه دوام لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام