Asset 1SWN

سلام وطندار

د غوري سمنټو فابریکو تولید ۷۰۰ ټنه ته لوړ شوی

غوري سمنټ فابریکه

د ملي پراختیا شرکت ويلي، بغلان کې د غوري سمنټو فابریکو پخوا په ورځ کې شاوخوا ۱۵۰ ټنه تولید درلوده، خو اوس ورځ کې تر ۷۰۰ ټنه تولید لري.

د دغه شرکت په وینا، پخوا د غوري سمنټ فابریکو تولیدي چارې د یو شمېر ستونزو له امله درېدلې وې او یا یې هم په ورځ کې تر ۱۵۰ ټنه تولید درلود، خو کله چې د یادو فابریکو چارې ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوې، اوس یې د ورځنۍ تولید کچه تر ۷۰۰ ټنو رسېږي.

د راپورونو پر اساس، د دغو فابریکو د درېیمې نوې فابریکې په فعالیت سره به په ورځني ډول د سمنټ تولید ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د غوري سمنټ فابریکو د درېیمې نوې فابریکې د جوړولو چارې د روان کال د وږي پر ۹مه د ۸۶ اعشاریه ۷ میلیون ډالرو په ارزښت پیل شوې او چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اسلامي امارت مسوولان وايي، د غوري سمنټ فابریکې په هېواد کې د سمنټ د تولید سترې فابریکې دي او د درېیمې فابریکې د چارو په پیلېدو سره به د کورني تولید ظرفیت لوړ شي، د وارداتو اړتیا به راټیټه او د سمنټ بیې ثابتې پاتې شي او همداراز اقتصاد به هم ورسره وغوړېږي.

د یادولو وړ ده، چې په هېواد کې ودانیزو چارو کې لا هم د ګاونډیو هېوادونو وارداتي سمنټ کارول کېږي او کورنی تولید دومره نه‌دی چې د هېواد اړتیاوې پوره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام