Asset 1SWN

جرمني د پاکستان کراچۍ ښار کې خپله قونسلګرۍ تړلې

0999898

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جرمني د سفارت قونسلکرۍ مسوولان وايي چې دغه ښار کې د ناامنو ډېرېدو له امله یې خپله قونسلګرۍ تړلې.

یادې قونسلګرۍ د جولای پر اتمه پر خپله اېکس‌پاڼه یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې له اروپایي ټولنې بهر هېوادونو د وګړو لپاره قونسلګرۍ تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې ويل شوي، هغه کسان چې وار له مخه یې د ویزو لپاره غوښتن‌لیکونه ورکړي، کولای شي، خپلې ویزې او پاسپورټونه له قونسلګرۍ څخه ترلاسه کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو کلونو کې هم په کراچۍ ښار کې د جرمني قونسلګري څو ځله د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوې وه.

د ۲۰۱۱ز کال په سپتېمبر کې، قونسلګري د امنیتي خطرونو له کبله خپل فعالیتونه د څو میاشتو لپاره ځنډول شوې وو. په ۲۰۱۶ز کال کې هم د امنیتي ګواښونو له امله قونسلګري د لنډمهال لپاره تړل شوې وه، خو وروسته یې خپل فعالیتونه بیاپیل کړل.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کراچۍ کې د جرمني قونسلګرۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې د امنیتي ګواښونو په اړه نور معلومات نه‌دي ورکړي او نه هم پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه ویلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام