Asset 1SWN

سلام وطندار

جرمني د چین له لوري په لیزر د «یوې الوتکې» په نښه کول غندلي

plane

جرمني د اروپايي ټولنې د عملیاتو پرمهال د چین له لوري په لیزر د دوی د یوې الوتکې په نښه‌کول په کلکو ټکو غندلی دی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن سه‌شنبه، جولای اتمه، د چین سفیر هم وربللی او په دې اړه یې، په رسمي توګه خپل شکایت ورسپارلی دی.

د اروپايي ټولنې عملیات چې د «ASPIDES» په نوم یادېږي، موخه یې، د سمندر امنیت ساتل دي.

د المان بهرنیوچارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «الماني پرسونل له خطر سره مخ کول او د عملیاتو مختلول، په بشپړه توګه د منلو وړ نه‌‌دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه پېښه داسې مهال کېږي چې اروپا کې پر حیاتي ټکنالوژۍ او امنیتي زیربناوو د چین د نفوذ زیاتوالي په تړاو، اروپايي ټولنه اندېښمنه کړې ده.

د چین بهرنیو چارو وزارت او اروپايي کمېسیون تراوسه په دې اړه خپل نظر نه‌دی څرګند کړی.

د اروپايي ټولنې د ASPIDES ماموریت د سمندري او په ازاده توګه د بېړیو تګ‌راتګ امنیت سربېره، په سره سمندر، د هند اوقیانوس او فارس خلیج کې د بېړیو او سوداګریزو کښتیو د امنیت نیولو لپاره د اروپايي ټولنې د امنیتي، دفاعي تګ‌لارو لاندې پرمخ وړل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام