Asset 1SWN

المان له اېربس شرکت ۲۰یوروفایټر جېټ الوتکې پېري

67C03226-53A2-4081-ADF1B9332926389F-CON-Official-20230127-149-RSAF_Typhoons_arrive-1086-e1680100127699

المان کې چارواکي وايي چې دغه هېواد به نږدې راتلونکې کې له اېربس شرکت څخه ۲۰ یوروفایټر جېټ الوتکې وپېري.

دغه څرګندونې د المان لومړي وزیر اولاف شولز له برلین بهر د «هوانوردۍ نړیوال نندارتون» څنډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پر اوکراین د روسیې برید په ترڅ کې المان د یو هغو هېوادونو له ډلې دی چې دفاعي برخه کې ډېر لګښت کوي. د المان لومړي وزیر همداراز ویلي چې د وسلو تولید او ظرفیت ساتنې ته ژمن دی.

نوموړي ویلي: «له همدې امله موږ به د دې غونډې له پای ته رسېدو، دمخه د ۲۰ نورو یوروفایټر جېټ الوتکو امر وکړو، د ۳۸ الوتکو سربېره چې اوس په پایپ لاین کې دي.» هغه زیاته کړه چې د الوتکو دغه پېر به ایربس شرکت او عرضه کونکو ته ډاډ ورکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د المان هوايي ځواک غواړي چې خپلې زړ ټورناډو جېټ الوتکې لرې او پر ځای یې له یوروفایټر الوتکو ګټه واخلي. یادې الوتکې په انګلستان کې د ټایفون په نوم یادېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام