الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له امله په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۷۵زرو څخه اوښتی دی.
د «The Lancet Global Health» په مجله کې خپره شوې نوې څېړنه ښيي چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له ۷مې څخه د ۲۰۲۵کال د جنورۍ تر ۵مې پورې، په غزه کې شاوخوا ۷۵زره او ۲۰۰ د «تاوتریخوالي له امله مړینې» ثبت شوې دي. دا شمېر د فلسطین د روغتیا وزارت لهخوا د همدې مودې لپاره خپرو شویو رسمي شمېرو په پرتله نږدې ۳۵سلنه لوړې دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال د جنورۍ تر ۲۷مې پورې لږترلږه ۷۱زره او ۶۶۲ کسان د جګړې له پیل راهیسې وژل شوي دي.
که څه هم اسراییل تل د یاد وزارت شمېرې رد کړي، خو د اسراییلي پوځ یوه چارواکي په جنورۍ کې منلې وه چې د جګړې پرمهال شاوخوا ۷۰زره فلسطینیان وژل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د څېړنې موندنې داهم ښيي چې ښځې، ماشومان او زاړه کسان د ټولو قربانیانو له ۵۶سلنې څخه زیات جوړوي. سربېره پر دې، شاوخوا ۱۶زره غیرتاوتریخوالي مړینې هم اټکل شوي چې ډېری یې د روغتیايي سېسټم د ړنګېدو او د ژوند د خرابو شرایطو له امله رامنځته شوې دي.
دغه جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه حماس پر اسرائیل برید وکړ او یو شمېر کسان یې یرغمل کړل. له دې وروسته اسرائیل پر غزې پراخ پوځي بریدونه پيل کړل.
که څه هم دا مهال د امریکا په منځګړیتوب د دواړو لورو ترمنځ اوربند نافذ شوی، خو راپورونه ښيي چې اسرائیل تر اوربند وروسته هم بریدونو ته دوام ورکړی، چې په پایله کې یې سلګونه نور فلسطینیان وژل شوي دي.