Asset 1SWN

د فوټسال نړیوال جام؛ «افغان لوبډله دې اتلولي خپله کړي»

image_14

د فوټسال نړیوال جام ته د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له وتلو سره هم‌مهاله یو‌شمېر  هېواد‌وال وايي، هیله لري چې افغان لوبډله به روان نړیوال جام کې ښه وځلېږي.

افغانستان نن یکشنبه، د یاد نړیوال جام له سي ډلې څخه له انګولا لوبډلې سره سیالي کوي. ټاکل شوې چې یاده لوبه نن مازدیګر ۵ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل اوسېدوکی عمران سلام‌وطندار ته وايي، هیله لري چې افغان لوبډله د یاد جام اتلولي خپله کړي. «نړیوالو لوبو کې افغان لوبډله ښه ځلېدلې او د خلکو هیلې یې زیاتې کړي چې وکولای شي، نن انګولا ته ماته ورکړي او وکولای شي، د یاد جام اتلولي هم خپله کړي.»

په ورته مهال د کابل یو بل اوسېدونکی علي بیا وايي چې افغان لوبغاړي له فکري اړخه دې سیالیو ته ښه چمتو دي او په وینا یې، نننۍ لوبه به هم وګټي. «د افغانستان ځوانان له فکري او ذهني اړخه ښه چمتووالی لري او پخوانیو لوبو ته په کتو، هیلې دا دي چې دا لوبه هم وګټي او نړیوال جام هم خپل کړي.»

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي وايي، دغه فدراسیون د فوتسال نړیوال جام تر پیلېدو مخکې په بېلابېلو هېوادونو کې د تمریناتي کمپونو په جوړېدو سره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي له ذهني او فزیکي پلوه د دې سیالیو لپاره چمتو کړي دي.

هغه وویل: «د فوټسال ملي لوبډلې دې سیالیو ته ښه چمتووالی نیولی چې د ایران مشهد کمپ کې درې میاشتې تمریناتي کمپ ورته جوړ شوی او  مراکش سره یې هم دوه دوستانه لوبې وکړې چې ګټورې وې. اوزبیکستان کې مو عملي او نظري ناستې وکړې او له روحي، رواني او جسمي اړخه چمتو دي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د فوټسال د نړیوال جام لسم پړاو سیالۍ د شنبې په ورځ د سنبلې په ۲۴مه د ازبکستان کې پیل شوې او ټاکل شوې چې دغه سیالۍ د میزان میاشتې تر ۱۵ مې نېټې دوام وکړي. د فوټسال نړیوال جام په دې پړاو کې به ۲۴ لوبډلې برخه واخلي. د دغو سیالیو په دریم ګروپ کې د افغانستان او انګولا ترڅنګ ارجنټاین او د اوکراین ملي لوبډلې هم برخه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام