Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د فوتسال پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې

e37499f7-41bd-4da2-b364-343280b39a2e

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د فوتسال فدراسیون په همکارۍ د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، د فوتسال دغه سیالي د ولایت په کچه د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د څرخ ولسوالي په «مولانا یعقوبي څرخ جمنازیم» کې جوړې شوې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړه، د یادو سیالیو پای لوبې ته د لوګر د خورشید نوشهر او سیدانو لوبډلو لاره موندلې وه چې خورشید نوشهر لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ماته وکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.

نعیم زي زیاته کړه، د یادې سیالۍ له جوړیدو څخه موخه لوګر ولایت کې فوتسال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همغږۍ رامنځته کول وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د جوړو شویو سیالیو یوه ګډونوال احمد ولید سلام‌وطندار ته وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د لوګر ولایت په کچه د فوتسال ورزشکارانو ترمنځ اړیکې او ظرفیت کچه لوړه کړي.

هغه د فوتسال په فدراسیون غږ وکړ چې د لوګر ولایت ورزشکارانو شته ستونزو ته رسیده ګي وکړي او د ورته سیالیو جوړیدو زمینه ورته برابره کړي.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو په پای کې په غوره لوبډلو او لوبغاړو بېلابېلې ډالۍ هم ووېشل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام