Asset 1SWN

سلام وطندار

فرانسه د فلسطین خپلواکه هېواده په رسمیت پېژني

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي چې منځني ختیځ کې د عادلانه سولې په موخه فلسطین د خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت پېژني.

د فرانسې ولسمشر تېره ورځ (پنجشنبه، اسد دویمه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پرېکړه به سپټمر میاشت کې د ملګروملتونو د عمومي مجمع غونډه کې هم اعلان کړي.

مکرون لیکلي چې: «منځني ختیځ کې عادلانه او تلپاتې سولې ته د خپلې تاریخي ژمنتیا په تړاو مې پرېکړه کړې چې فرانسه د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.»

فرانسه یو له پیاوړو اروپايي هېوادونو څخه ده چې د خپلواکه هېواد په توګه د فلسطین په رسمیت پېژندلو پرېکړه به اعلان کړي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر اساس، دامهال د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۳ غړو هېوادونو له جملې ۱۴۲ هېوادونه د فلسطین هېواد په رسمیت پېژني یا هم پرېکړه یې کړې چې هغه په رسمیت وپېژني.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


غزه کې د نښتو پایته رسولو لپاره د فرانسې او سعودي عربستان د هڅو ترڅنګ، ټاکل شوې وه ملګري ملتونه د فلسطین په رسمیت پېژندو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې حل لپاره یوه غونډه ترسره کړي.

ټاکل شوې وه چې دغه غونډه د جون له ۱۷ تر ۲۰ نیویارک کې ترسره شي، خو د ایران او اسراییل ترمنځ د نښتو په دلیل وځنډول شوه.

دې سره، امریکا او اسراییل د فلسطین رسمیت پېژندو سره تر نورو ډېر مخالفت ښوولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام