Asset 1SWN

پکتيکا کې د مرغانو ښکار په تور څلور کسان نيول شوي

aae34526-8cfa-4e9a-bed9-b9b299734b9a

پکتیکا کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د مرغانو د ښکار په تور څلور کسان نیول شوې دي.

د پکتيکا ولايت مقام څخه نن «سه‌شنبه، تلې لسمه» په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان د مټاخان ولسوالي د احمدزيو په سيمه کې نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادو کسانو په دې سیمه کې د سردې اوبو بند ترڅنګ  د مرغانو ښکار کاوه چې د چاپېريال ساتنې رياست کارکوونکو او امنيتي کسانو له‌خوا نيول شوي دي.

خبرپانه کې ويل شوي چې له نيول شويو کسانو سره د ښکار وسایل او همدارنګه ۱۲ بېلابېل ډوله مرغان هم ترلاسه شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې نيول شوي ښکاريان د نورو قانوني اجراتو په موخه د پکتیکا چاپېريال ساتنې رياست له لوري امنیې قومنداني ته سپارل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه کسان داسې مهال د مرغانو د ښکار په تور نیول شوي چې سرپرست حکومت هېواد کې د وحشي ژويو او مرغانو پر ښکار بندیز لګولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام