Asset 1SWN

لوګر کې څلور تولیدي شرکتونه د ناقانونه فعالیت له امله تړل شوي

۰۹۰۹۰۰۰۰۰۰

 د لوګر  صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو تولیدي شرکتونو څخه څارنه پيل شوې.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس مولوي شبیراحمد صدیقي سلام وطندار راډیو ته وویل، دغه څارنه یې د ولسي وګړو د پرلپسې شکایتونو له امله پيل کړې چې یو شمیر تولیدي شرکتونه خوراکي او غیرې خوراکی بې کیفیته توکي بازار ته وړاندې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صدیقي زیاتوي، «دغه څارنه د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ د یوې کمېټې له لوري پیل شوې ده چې له ۲۶ تولیدي شرکوتونو څخه تراوسه پورې څارنه شوې ده او له یاد شمیر څخه یې ۴ د خوراکي او غیري خوراکي توکو شرکتونه چې له معیار سره برابره یې خوراکي او غیري خوراکي توکي نه تولیدول، تړل شوي دي.»

هغه ټينګار وکړ چې د کالیو مینځلو یوه تولیدي شرکت دوه سوه کارتنه صابون او شامپو یې د دې لپاره ضبط کړي چې بې‌کیفیته صابون، شامپو او کالیو منځلو واسلین یې تولید او بازار ته یې وړاندې کړي وو.

لوګر کې د مالګي یوه تولیدي شرکت مسوول سباوون سلام‌وطندار  ته وویل، خوښ دی چې دولت له خصوصي تولیدي شرکتونو څخه څارنه کوي او دغه څارنه باید دوامداره شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه وایي، داسې شرکتونه شته چې په غیرې قانوني بڼه فعالیت کوي او حتی د دولت د فعالیت جواز هم نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام