Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې د پوليو ضد واکسين څلور ورځنی کمپاين سبا دوشنبه پیلېږي

پولیو

د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د پوليو ضد واکسين درې ورځنی کمپاين به سبا دوشنبه په رسما توګه پيل شي چې دې کمپاین کې به ۲۵۸زره ماشومان ته واکسين ورکړل شي.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر معراج‌ګل عادل د ياد پروګرام پيل مراسمو کې وويل چې د مرکز ګردېز په ګډون به په ټولو ولسواليو کې تر پنځو کلونو کم عمره ۲۵۸ زره ماشومان واکسين شي. نوموړي زیاته کړه چې پوليو يوه نه رغېدونکې ناروغي ده چې ماشومان پرې اخته کيږي.

هغه له ديني عالمانو، ګذر وکيلانو او مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د پوليو واکسين تطبيق برخه کې دې پوره همکاري وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وینا، ياد کمپاين به د ۲۰۰۰زره واکسيناتورانو او نورو اړوند کارمندانو څخه مخته وړل کيږي. د سوېل‌ختيځ زون د پوليو مشر ډاکټر احمدګل بيا وويل چې ياد کمپاين به جومات، په جومات ترسره شي.

ده زیاته کړه چې څه موده وړاندې د پکتيکا برمل ولسوالي کې د پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې يوه يې ماشومه او بل ماشوم و چې د کورنيو له لوري د پوليو واکسين ورته نه‌و تطبيق شوی.

هغه وويل په سيمه کې له پوليو واکسين د يو ماشوم پاتې کېدل هم د يادې ناروغي خطر زياتوي او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې د پوليو واکسين تطبيق برخه کې دې له اړوند کارمندانو سره مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام