د پکتيا عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د مرکز ګردېز په ګډون په ۱۴ولسواليو کې د پوليو«ګوزڼ» ناروغۍ د مخنيوي څلور ورځنی کمپاين سبا دوشنبه پیلېږي.
د دوی د معلوماتو له مخې، په دې کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۲۵۸زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د پکتيا عامې روغتيا رییس ډاکټر معراج ګل عادل د پوليو پرګرام پيل مراسمو کې وويل چې پولیو یوه نه درملنهکېدونکې ناروغې ده او په وینا یې، پرې اخته کس به ټول عمر معلول وي.
هغه زیاته کړه چې ياد کمپاين کې به جومات په جومات کيږي او د ۲زره واکسيناتورانو او کارمندانو لهخوا پرمخ وړل کېږي.
سوېلختيځ زون کې د پوليو واکسين مشر ډاکټر احمدګل وويل چې د زون په کچه په غزني، پکتيکا، خوست او پکتيا کې یو میلیون او درې سوه زره او په پکتيا کې ۲۵۸زره ماشومان واکسين کيږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه له قومي مخورو او ديني عالمانو څخه غوښتنه وکړه چې د پوليو د کمپاين ښه تطبيق برخه دې خپلې هڅی زياتې کړي.
په ورځ وخت د پکتيا يو قومي مشر رحمتالله وويل چې د پوليو د ناروغي د مخنيوي لپاره پوليو واکسين مهم او اړين دی.
نوموړي زیاته کړه چې په خپلو کليو او سيمو کې به د ماشومانو د واکسين کولو برخه کې له واکسيناتورانو سره مرسته وکړي.