د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د پوهنې وزارت له لوري د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالي کې ۴ رغنیزې پروژې عملي کېږي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، د لوګر د برهکي برک ولسوالي ته د ۲.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د پوهنې څلور رغنیزې پروژې منظورې شوې چې ډېر ژر به یې د پليکېدو چارې پیل شي.
نوموړي زیاته کړه، په دغو پروژو کې د چهلتن او تگاب ښوونځیو ته په لمریزه برښنا سمبال د ژورو څاهګانو کېندل، لاس منځلو ځایونو، کانکریټي کثافتدانیو او بیتالخلا جوړول شامل دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
عرب وایي، د منظور شوېو پروژو عملي چارې به په نږدې ورځو کې پیل شي چې په بشپړېدو سره به یې ۵۰ ښوونکو او نږدې۲۰۰۰ زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه او د حفظ الصحې اسانتیاوې هم برابرې شي.