د خوست د ځاځيمیدان ولسوالي ډېری سيمو کې د بېلابېلو لاملونو له امله ځنګلونه پرې شوي، خو اوس د دې ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي وايي، له امتیاز پرته په خپلو سيمو کې د قومي تړون له مخې، د ځنګلونو ساتنې لپاره یې، کسان ګومارلي دي.
د ځاځيميدان ولسوالي اوسېدونکي کليمخان سلاموطندار ته وویل چې د ځنګلونو د بیااحیا او ساتنې برخو کې تر ډېره خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی له اړوند ادارو غوښتنه کوي، که ورسره تخنیکي او مالي همکاري وکړي، د ځنګل ساتنې برخه کې به يې هڅې نورې هم پیاوړې شي.
هغه وویل: «دا ځنګلات تردې دمه د خپل کلي په همکارۍ د سپيږيرو، ځوانانو او مشرانو په همکارۍ مو ساتلي. دا ډول ځنګلات نورو سيمو کې وهل شوي، خو موږ الحمدالله شپه او ورځ پر ځان يوه کړې، څو خپله ملي شتمني له لاسه ورنهکړو او راتلونکي کې يوه ښه ځنګل داري ولرو.»
د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي عالمالدین وویل: «موږ د دې ځنګلونو سانته کوو، خو داسې ده چې موږ ته څوک څه شی نهراکوي. همداسې بې امتيازه دا کار کوو. زموږ خاوره ده، موږ به يې ساتو، خو حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې موږ سره د ځنګل ساتنې برخه کې کمک وکړي؛ دلته هر ډول ونه لکه چهارمز او بادام موجود دي.»
د خوست اوسېدونکي شاهين بيا وويل، ځنګلونه يوه ملي شتمني ده او د ساتنې لپاره يې بايد ولايتي اداره لا ډېرې هڅې وکړي.
دی وايي، سره له دې چې اسلامي امارت هېواد کې د ځنګلونو د وهلو او د قاچاق مخنیوي لپاره قطعه جوړه کړې، خو ځینو سیمو کې ولسي خلک د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره ځنګلونه پرې کوي او جوړه شوې قطعه یې د مخنیوي لپاره رسېدنه نهشي کولی.
هغه زياته کړه: «د خوست ولايت پراخ ځنګلونه لري او د دې لپاره چې دا په ښه ډول وساتل شي حکومت يوه امنيتي قطعه هم ورته جوړه کړې خو د لا ښې ساتنې لپاره يې ضرور دی چې ياد امنيتي ځواک نور هم ډېر شي ترڅو دغه ځنګلونه په ښه ډول وساتل شي.»
د خوست ولایتي مسوولان هم د ځاځيمیدان ولسوالۍ د اوسیدونکو دغه اقدام ستايي او د همکارۍ ډاډ ورکوي. د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز وويل، د ځنګلونو د ساتنې لپاره شنه قطعه هم رامينځته شوې چې تر ډېره د ځنګل ساتنې په برخه کې موثره تمامه شوې.
هغه وویل: «د خوست ولایتي ادراه د زراعت ریاست په چوکاټ کې د ځنګلونو ساتنه کوي او د ځنګلونو د ساتنې لپاره شنه قطع رامنځته شوې ده چې، د تېر یو کال په موده کې زرګونه هکتاره ځنګلونه له وهلو ساتل شوي دي.»
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مرسته يې په باک، صبري او ځاځيميدان ولسواليو کې دوه زره هکتاره نوي ځنګلونه بيا احيا کړي دي.