د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي چې د امریکا د مرستو ځنډېدو وروسته، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو موسسو او مرستندویه ادارو فعالیتونه ځنډول شوي دي.
نوموړي دغه څرګندونې سهشنبه، سلواغې نهمه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي، په دې موسسو کې کورنۍ او بهرني موسسې شاملې دي او په لنډمهاله توګه یې، هېواد کې فعالیتونه ځنډېدلې دي.
هغه وویل: «دا چې په دې وروستیو کې امریکا په لنډمهاله توګه مرستې بندې کړي، هغه موسسې چې د امریکا او د پراختیايي دفتر یا یواېسایډي له لوري تموېلېدې، ځینې فعالیتونه یې، د لنډمهال لپاره درېدلې دي.»
د اقتصاد وزارت ویاند ډاډ ورکوي چې د سرپرست حکومت د کورنیو سرچینو په کارولو سره د دې وضعیت د حل لپاره اړین چمتووالی لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو سره سم د درېوو میاشتو لپاره ټولې بهرنۍ مرستې ځنډولې دي. ځینې تحلیلونه ښیي چې متحده ایالاتو د سرپرست حکومت د یوشمېر پالیسیو له امله په افغانستان کې خپلې بشري او پرمختیایي مرستې ځنډولې دي.
د دې اندېښنو په ځواب کې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي رسنیو ته وویل چې اسلامي امارت له امریکا سره د درناوي وړ اړیکې غواړي.
خو ځینې کارپوهان وايي چې د امریکا د مرستو ځنډېدل به د افغانانو لپاره نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.
د اقتصادي چارو کارپوه قطبالدین یعقوبي وايي: «د امریکا د مرستو بندېدل به افغانستان لپاره ناورینونه رامنځته کړي او د سیمې او نړۍ امنیت به وګواښي او اړتیا ده چې دې برخه کې نړیوالې همکاري او پایښتلرونکې حل لارې وسنجول شي او امارت باید د یاد وضعیت کنټرول لپاره اصولي او منطقي لارې ولټوي.»
د دې اندېښنو سره هم مهاله، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مرستې ځنډېدو له پروسې څخه یې ځینې ژوند ژغورونکې مرستې مستثنی کړې دي.
په ژوند ژغورنې مرستو کې اړین درمل، طبي خدمات، خواړه، سرپناه، معیشتې مرستې او مناسب اداري لګښتونه شامل دي.