Asset 1SWN

سلام وطندار

فورډ شرکت هند کې خپل تولیدات بېرته پیلوي

ford-bronco_100845020_h

د امریکا د موټر جوړولو فورډ شرکت مسوولان وايي چې د هند لوېدیځ «ټامېل ناډو ایالت» کې د خپلو صادراتو کارخونه بېرته پرانیزي.

فورډ د ۲۰۲۱کال پرمهال د کورني پلور لپاره د موټرو تولیدات ودرول او یو کال وروسته په ۲۰۲۲ کال کې یې، صادرات بند کړل.

د یاد شرکت مسوولانو نن جمعه، سپټمبر ۱۳مه ویلي، بېرته به هغه مارکېټ ته ورودانګي چې درې کاله وړاندې ترې وتلی و.

فورډ موټر جوړولو شرکت ویلي چې دغه ایالت کې د خپلو تولیداتو پیل په تړاو یې، ایالتي چارواکو ته لیک استولی دی. ایالتي چارواکو هم ویلي چې له فورډ شرکت سره پر خبرو بوخت دي.

فورډ شرکت زیاته کړې چې یاده کارخونه کې د تولیدېدونکو موټرو څرنګوالی او نور جزییات وروسته په ډاګه کړي.

یاد شرکت مخکې له دې چې یاده کارخونه کې خپل تولیدات ودروي، د چینای ښار په دې کارخونه کې موټر او انجونونه تولید او صادرول.

فورډ د موټر جوړولو شرکت د امریکا اړوند دی چې د ۱۹۰۳ کال پرمهال د هېنري فورډ له لوري جوړ شوی دی.

د یاد شرکت مشهور موټر فورډ، لېن‌کلن او موټورکرافټ هغه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام