Asset 1SWN

سلام وطندار

د لومړي ځل لپاره له هېواده امریکا او اورپا ته ښيښه‌يي لوښي صادر شول

هرات کې د ښيښې صنعت

د هرات ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت کې تولید شوي ۵۰۰ قطعې ښيښه‌يي لوښي د لومړي ځل لپاره د امریکا او اروپا بازارونو ته صادر شول.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر حمیدالله غیاثي وویل، امریکا او اروپا ته د صادره شویو هنري او ښیښه‌يي لوښو ټولیز ارزښت ۳۰۰ زره افغانۍ دی.

هغه وویل، د لاسي صنایعو په برخه کې له فعالو هنرمندانو ملاتړ کوي او دغه صادرات کولی شي نړیوالو بازارونو ته د هرات د نورو دودیزو تولیداتو صادرولو لپاره هم زمینه برابره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې هرات کې د ښيښه‌يي لوښو جوړولو له استادانو څخه غلام‌سخي وايي، د هرات ښيښه‌يي لوښو نړیوالو بازارونو کې خپل ځان موندلی او د پېرلو لپاره یې تقاضا په زیاتېدو ده.

هغه وویل، دا د هرات د هنري او تزئیني ښیښه‌يي لوښو لومړنۍ جوپه ده چې په مخامخ توګه اروپا او امریکا ته صادریږي.

ده زیاته کړه، دا چې هرات کې په لاس جوړ شوي دغه ښیښه‌يي لوښي ښه کیفیت او رنګ لري، ډېری بهرني پېرېدونکي یې غوښتونکي دي.

هرات کې د ښيښې صنعت چې څوسوه کاله مخینه لري، د دغه ولایت د لاسي صنایعو له مهمو برخو شمېرل کیږي او د نړۍ په سطحه د افغانستان د فرهنګي او هنري هویت په معرفي کولو کې پیاوړی رول لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام