Asset 1SWN

کندهار کې په ۵.۴ میلیونه ډالرو د خوراکي او صنعتي توکو کارخونه جوړه شوه

ییی

په کندهار ښار کې د یوه ملي پانګوال له‌خوا د ۵.۴ میلیونه ډالرو په لګښت د خوراکي توکو او صنعتي موادو د تولید یوه ستره کارخونه جوړه شوې چې لسګونه کسانو ته په‌کې د کارکولو زمینه هم برابره شوې ده.

د دغه کارخونې مسوول حاجي سلیم کریمي وايي، د نوې جوړې شوې کارخونې موخه د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، د بهرنیو وارداتو پر ځای د ملي محصولاتو ترویج او د خلکو لپاره د دوامدارو کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «موږ دا کارخونه د کندهار د صنعتي پارک په شاوخوا شل جریبه ځمکه کې جوړه کړې چې په‌کې د پنبې پروسس، د چرګانو د دانې تولید، د صابون او غوړیو جوړولو او د څارویو د کنجاړو تولید برخې فعاله دي.»

د کریمي په وینا، دا مهال شاوخوا ۱۰۰ کسان په مستقیم ډول په دغه پروژه کې بوخت دي، خو د برښنا له بشپړ برابرېدو سره به د کارکوونکو شمېر تر ۲۵۰ کسانو ته پورې لوړ شي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ په هر ساعت کې د چرګانو د دانې ۲۵ ټُنه او د پنبې ۶ ټُنه مواد پروسس کوو. همدارنګه، هره ورځ یو ټن صابون، ۳۰۰ پارسل کنجاړه، ۲۰ ټنه مالچ او ۳ ټنه غوړي تولیدېږي چې دا محصولات د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کندهار د کرنې ریاست ویاند انجینیر محمدحنیف حقمل د یادې پروژې هرکلی کړی او وايي چې دا ډول پانګونې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره ډېر ارزښت لري.

هغه زیاته کړه: «موږ د کرنې ریاست په توګه، د خصوصي سکتور د هر هغه پانګوال هرکلی کوو چې غواړي په تولیدي او پروسس برخو کې کار وکړي. زموږ دروازې د ملاتړ او همکارۍ لپاره تل پرانېستې دي.»

کندهار له کرنیز پلوه د هېواد له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې د پنبې او د چرګانو د فارمونو پراخ تولیدي ظرفیت لري.

له دې امله، د داسې کارخونو جوړېدل نه یوازې د محلي بزګرانو او مالدارانو د تولیداتو د ضایع‌کېدو مخه نیسي، بلکې د صادراتو له لارې د ملي عوایدو د زیاتېدو لامل هم ګرځي.

اقتصادي شنونکي باور لري،  که د دې ډول پروژو ملاتړ دوام ومومي، افغانستان کولای شي په څو کلونو کې د ځان بسیاینې پر لور د کرنې او مالدارۍ په برخه کې بنسټیز بدلونونه راولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام