په تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یوشمېر کسان مړه شوي او ګڼشمېر کورونه یې نړولي دي.
په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د لوګر خوښۍ ولسوالیو کې سېلابونو د ځاني تلفاتو سربېره سلګونه کورونه نړولي او زرګونه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد ولایت مسوولان وايي چې تراوسه په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۲۰ کسان مړه شوي او څلور ورک دي. همداراز د مسوولانو په وینا، سېلابونو ۳۰۰۰ جریبه ځمکه ویجاړه کړې او ۲۰۰۰ څاروي یې هم لهمنځه وړي دي.
د دې ترڅنګ په کندوز، نورستان، لغمان او روزګان ولایتونو کې هم د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. د سېلابونو راوتلو له امله په نورستان کې ۱۵ کسان مړه شوي او ۲۰ ټپیان شوي دي.
د نورستان د والي ویاند سيفالدين لټون سلاموطندار ته ویلي چې د سېلابونو له کبله خلکو ته ګڼ مالي زيانونه هم اوښتي، لسګونه کورنۍ يې زيانمن کړي او ترڅنګ يې کرنيزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.
بلخوا د لغمان ولایت مسوولان وايي چې په تېرو څلېروېشت ساعتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۳ کسان مړه شوي او ۱۵ ټپیان دي. روزګان کې هم چارواکي وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو پرمهال یو ماشوم مړ شوی او ۲۸۰ کورونه نړېدلي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې مرستندویه ډلې یې لوګر کې د سېلابونو راوتلو له امله د اوښتونو زیانونو پر سروې بوخت دي.
د یاد وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي چې د لارو بندېدو له امله مرستندویه ډلې له ستونزو سره مخ شوي دي. د طبیعي پېښو کارپوه عبدالباسط رحماني سلاموطندار ته ویلي چې د خبرداري او څارنې سېسټم ستونزې لري او معیاري نه دی.
نوموړي وویل: «موږ د اقلیمي پېښو په تړاو دوه پارامیټراه لرو چې خبرداری پیاوړی کوي. یو یې هیدرلوژي او بل یې میټرولوژي دی. د هواپېژندنې اداره د میټرولوژي پارامټرونو څخه څارنه کوي او د اوبو او انرژۍ وزارت له هیدرولوژي څخه چې له بد مرغه دواړه جلا کارونه کوي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په تېر یوه کال کې د نورو ستونزو ترڅنګ د طبیعي پېښو له پلوه هم خلکو ته له تلفاتو ډک کال و، خو د حکومت له لوري د یوې منظمې تګلارې نشتون له هغو ستونزو بلل کېږي چې له امله یې خلک ډېر زیان ویني او مرګژوبله لوړه وي.