Asset 1SWN

سلام وطندار

لیبیا کې سېلابونه؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳۰۰ ته لوړ شوی

skynews-libya-derna-damaged_6283707

د لیبیا د سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د دغه هېواد په «ساحلي ښار درنا» کې د سېلابونو راوتلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳۰۰ ته رسېدلی دی.

د لیبیا لپاره د سره صلیب نړیوال فدراسیون او سرې میاشتې ټولنې چارواکو همداراز ویلي چې لا هم په دغه هېواد کې څه باندې ۱۰۰۰۰ کسان لادرکه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپورونو له مخې راوتلیو سېلابونو د درنا ښار څنګ لوریو ښارونو او نورو سیمو کې هم ۱۷۰ کسان مړه کړي دي. له دې وړاندې چارواکو په سېلابونو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۵۵۰۰ کسان ښودلي وو.

د مړو شویو کسانو جسدونه درنا ښار او نورو ښارونو کې ښخ شوي او په ځینو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم لیدل کېږي چې د مړو شویو کسانو د خښولو لپاره ډله‌ییزو قبرونه کیندل شوي دي.

د راپورونو له مخې، لا هم هره ورځ ګڼ‌شمېر جسدونه خاورو ته سپارل کېږي او دغه لړۍ روانه ده. ډېری کسان په درنا ښار کې مړه شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې د ځپل شوي درنا ښار د ښاروال عبدالمنیم الغیثي له قوله راپور ورکړی چې ویجاړیو ته په کتو ښايي د مړو شویو کسانو شمېر تر ۲۰۰۰۰ کسانو ورسېږي.

لیبیا کې د تېرې یکشنبې پر ورځ د اوبو دوه بندیونه ونړېدل چې له امله یې سېلابونو زرګونه کسان له ځان سره یوړل او دغه هېواد یې له یوه ناورین سره مخ کړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له ۲۰۱۱ کال راهیسې هغه مهال چې د یاد هېواد واکمن معمر القذافي له واک څخه وپرځول شو، دغه هېواد کې کورنۍ جګړه روانه ده او د دوو حکومتونو له لوري اداره کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام