د خوست ولايتي مسوولان وايي چې په دې ولایت کې د سخت توپان او باران له امله په مرکز او ځینو ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د خوست د پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې ريس دوست محمدهلال وايي چې د ښار د دویمې ناحیې اړوند وېش مارکېت سیمه کې د سېلاب له کبله دوه کسان مړه شوي او شاوخوا شل کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.
هغه دغهراز وويل چې په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۶۰ کورونه هم زیانمن شوي دي.
د نوموړي په وینا، د مرکز سربېره په ولسوالیو کې توپان، باران او سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي، خو هڅې روانې دي چې زیانمنو ته مرستې ورسوي.
هغه وویل: «بیګاه ماښام چې مرکز او ولسوالیو کې کوم سیلابونه راغلي و، طوفان و باران وشو په مرکز کې یې زیات تاوان اړولی چې، تقریباً له پنځو تر شپتو پورې زیانمنې کورنۍ لرو چې په دې کې دوه نفره شهیدان هم لرو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خوست مرستيال والي محبوب شاه قانت وايي چې د تېرې ورځې د ورښتونو له امله د راوتليو سېلابونو د يو تنکي ځوان او يوې ميرمنې ژوند اخيستی او پراخ مالي زيانونه يې هم اړولي دي.
د نوموړي په وینا، مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې سېلابونو شاوخوا شل کورونه نړولي او په همدې شمېر کورونو ته يې د زيان رسولو سربېره پراخې کرنيزې ځمکې هم زيانمنې کړي دي.
په ورته وخت د ښار د دویمې ناحیې اړوند وېش مارکېت سیمې پېښې یو اوسېدوونکی عبدالهادي وايي، د سېلاب اوبو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. هغه له مرستندويه بنسټونو او حکومتي ادارو د بيړنيو مرستو غوښتنه وکړه.
د خوست ولايتي مسوولانو په وينا چې د تېرې شپې باران، ږلۍ او سیلابونو له امله د موسی خېلو ولسوالۍ مزغوره سیمه کې ۸۰۰ سولر شمسی او ۶ عرادې موټر زیانمن شوي.