Asset 1SWN

بغلان کې سېلابونه؛ «څو چې کور ته تلم، ماشومان او مېرمن مې اوبو وړي وو»

ap24132250289058

بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وايي چې سېلابونو یې هر څه ترې اخیستي او د ژوند دوام لپاره ان لومړنیو امکانات نه‌لري.

دوی وايي، سرپناه، خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته په بېړنۍ توګه اړتیا لري. بغلان کې سېلاب‌ځپلې جمیله وايي: «سېلاب راغی او اولادونه مې پر دیوال پورته کړل او ومې ژغورل، غره ته وختوو، هر څه یې راڅخه واخیستل، هېڅ هم نه‌لرم، خواړه راته نه‌دي پاتې.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې شمس‌الدین چې د سېلابونو له امله زیانمن شوی، سلام‌وطندار ته وویل، که ولس او مرستندویه بنسټونو ورسره مرستې نه‌وای کړې، ښايي له لوږې یې ژوند له لاسه ورکړی وای! «زما غوښتنه دا ده چې دې خلکو ته رسېدنه وشي، فرش او لوښي دې ورته راوړي، خوراکي توکي دې ورته راوړي، دا ټول بې‌وزله خلک دي. هېڅ هم نه‌لري.»

د بغلان محلي مسوولانو له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د دغه ولایت لسو ولسوالیو کې د سېلابونو په پایله کې زرګونه کورونه وران شوي دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف د یکشنبې پر ورځ رویټرز اژانس ته ویلي، د افغانستان په شمال کې ویجاړونکو سېلابونو کې ۳۱۰زره ماشومانو زیانمن شوي او تر ۵۰ ډېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بغلان اوسېدونکي ۱۲کلن شفیق‌الله چې سېلابونو کې یې د خپلې کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي وايي: «بهر چې ووتلم، سېلاب و، کور ته راغلم، دروازه او دیوال اوبه وړی و، ونه مې کلکه ونیوله، سېلاب کوټو ته ننوت، ورور او مور مې همالته وو، اوبو وې‌وړل.»

جاوید چې درې ماشومان او مېرمن یې سېلاب وړي، سلام‌وطندار وویل: «کارګر وم، سهار وخته کار ته لاړم، تر څو چې راتلم، کور او دیوالونه او دوی یې وړي وو. د کورنۍ پنځه غړي مې سېلاب وړي، مېرمن او څلور اولادونه مې، ماشومان مې اته کلن، پنځه کلن او درې میاشتنی و، ټول یې وړي.»

د بغلان د والي ویاند علم مجیدي وايي، د سېلابونو له امله دغه ولایت کې شاوخوا ۷زره کورونه په بشپړه او نیمه بشپړه توګه له‌منځه وړي دي. «نږدې لس ولسوالۍ زیانمنې شوي، ۱۵۴کسان مړه شوي، ۲۵۰ ټپیان دي. تراوسه کره شمېره نشته، شمېرې د بدلون په حال کې دي، څه باندې څلور زره کورونه ویجاړ او ۲۵۰۰ په جزيي توګه خراب شوي.»

د دې ټولو ترڅنګ، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزات مسوولان وايي، د ژغورنې عملیات او سېلاب‌ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر لاهم دوام لري.

د بغلان مسوولانو په وینا، تراوسه د دغه ولایت په مرکزي بغلان او بُرکې ولسوالیو کې زیانمنو شویو ته خېمې وېشل شوي او هره ورځ خوراکي توکي هم ورته وېشل کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې اروپايي ټولنې تراوسه افغانستان کې سېلاب‌ځپلو ته ۹۷ ټُنه درمل او طبي تجهیزات راستولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام