لوګر کې وروستیو سېلابونو شاوخوا ۳۰۰ کورونه نړولي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړي.
د لوګر د والي مرستیال مولوي محمدانور «دینپرور» وویل، د تېرې شپې او ورځې سختو بارانونو له امله سېلابونو شاوخوا ۳۰۰ کورونه نړولي او نږدې ۳۰۰۰ جریبه کرنیز فصلونه یې له منځه وړي.
هغه وايي، له سېلابځپلو کورنیو سره د بیړنیو مرستو د همغږۍ په موخه د بېړنۍ کمېټې غونډه جوړه شوې چې په کې د یو شمېر دولتي ادارو مسوولانو ګډون کړی وو.
نوموړی وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې له ټولو هېوادوالو سره مرسته وکړي.
د هغه په وینا، د لوګر د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې دې ولایت ته نورې بشري مرستې راجلبې او د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیول شي.
په غونډه کې د سکټوري ادارو مسوولانو له مرستندویه موسسو وغوښتل چې د استنادي دېوالونو په جوړولو، د سېلابونو د خطر د کمولو او د لومړنیو مرستو په رسولو کې له اړوندو ادارو سره همغږي او همکاري وکړي.
د کمېټې غړو هم ډاډ ورکړ چې د احتمالي بېړنیو حالاتو پر وړاندې لازم چمتووالی لري.
غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سېلابځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره دې بېړني اقدامات ترسره او اړوندو ادارو ته لارښوونه وشوه چې د مرستو رسولو بهیر ژر تر ژره عملي کړي.