Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

لوګر کې د سېلابونو له امله اوښتي زیانونه

د لوګر د والي ویاند صدیق احمد صدیقي نن (شنبه، سرطان ۷مه) سلام‌وطندار ته وویل، دغو سېلابونو د ولسوالیو په پرتله په مرکز پل‌علم کې خلکو ته ډېر زیانونه اړولي.

دی وايي، د سېلابونو له امله مرکز پل‌علم کې لسګونه هستوګنیز کورونه نړېدلي، زرګونه جریبه کرنیز فصلونه له منځه تللي، ‌لارې، برښنا ستنې، پلونه او سړکونه تخریب شوي دي.

صدیقي وایي، زیانمنو سره د بېړنیو مرستو په موخه د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني له زیانمنو شویو کورنیو سره له نږدې لیدلي او اړونده ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې بېړنې مرستې وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اخوا د پل‌علم ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، سلګونه کورنۍ تېره شپه د سېلابونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو او د ګڼ شمېر نورو د هستوګنې کورونه او کرنیز فصلونه تخریب شوي.

همدارنګه د کابل-ګردیز عمومي سړک دوهم لین د محمداغې ولسوالۍ په «تنګي واغجان» سیمه کې د سېلابونو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوی دی.

هېره دې نه وي چې د تېرې شپې سختو اورښتونو او سېلابونو له امله میدان‌وردګ کې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام