Asset 1SWN

غزني کې په ۵۳ میلیونه افغانۍ پنځه ښوونځي جوړېږي

ښوونځی

غزني کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د یاد ولایت په دوو ولسوالیو کې په ۵۳ میلیونه افغانۍ پنځو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

ټاکل شوې چې یاد ښوونځي د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې جوړ شي چې د جوړېدو ټول لګښت یې د جاپان له‌خوا ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق سلام‌وطندار ته وايي چې د پنځو رغېدونکو ښوونځیو دوه به یې اندړ او درې هغه یې په ګیرو ولسوالي کې جوړېږي.

هر یوه ښوونځي کې به شپږ درسي خونې، تشنابونه، د اوبو رسونې سېسټم او پر برښنا سمبال وي چې په اساسي توګه به ورغول شي.

د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق وايي چې د دې ښوونځیو په جوړېدو سره به څه باندې څلور زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو دوو ولسوالیو اوسېدونکي همداراز له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې سیمو کې یې د روغتیا، کرنې او د سرکونو جوړولو برخه کې پروژې پلې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام