د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د تیرې شپې ورښتونو له امله د جلالاباد ښار «انګور باغ» سیمه کې د یوه کور چت نړېدلی چې له امله یې د یوې کورنۍ ۵ کسانو ژوند بایللی او ۲ نور ژوبل شوي.
د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو مسوول نقیبالله رحیمي وویل، د پیښې له ځایه ورته ۲ ټپیان وروړل شوي چې اوس د درملنې لاندې دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ هم د ننګرهار په خوږیاڼیو، پچیراګام او سپینغر ولسوالیو کې د کورونو د چتونو نړېدو له امله ۶ کسانو ژوند و ۷ نور ژوبل دي.
ورستیو ورښتونو او سېلابونو ګڼو ولایتونو کې د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه اړولي او په ډېرو سیمو کې یې ان کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.