Asset 1SWN

برېټانیا کې د ترهګرۍ په تور د ایرانیانو په ګډون پنځه کسان نیول شوي

5fc84b84c8a3c75137e7d49bbbb2d192ed796c93

د برېټانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو دغه هېواد کې د څلور ایراني وګړو په ګډون پنځه کسان د «ترهګرۍ کړنو» په تور پنځه کسان نیولي دي.

پولیسو اعلان کړی چې دغه کسان د متروپولېټن پولیسو په امر د مخنیوي عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.

نیول شوي څلور ایراني وګړي د یاد هېواد په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د پنځم نیول شوي کس، هویت لا نه‌دی په ډاګه شوی.

د برېټانیا پولیسو په وینا، یاد ایراني وګړو د دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې قانون له مخې، د «ترهګرۍ کړنو ته د چمتووالي» په تور نیول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


پولیسو همداراز ویلي چې د یادې قضیې څېړنې لپاره د منچسټر، لندن او سویندون ښارونو کې د یوشمېر هستوګنیزو کورونو په تلاشۍ بوخت دي.

د برېټانیا پولیسو زیاته کړې چې دغه څېړنې د یوه ځان،ګړي ځای د نښه کولو لپاره د شکمنې کړنې لپاره دي او په وینا یې، څېړنې یې پیل کړي، څو د ګواښ انګېزه او احتمال معلوم کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام