Asset 1SWN

بامیان کې ټرافیکي پېښې پرمهال پنځه کسان مړه شوي

۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱

د بامیان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوې دي.

پېښه نن جمعه، زمري ۱۲مه له غرمې مخکې د یاد ولایت د شبیر ولسوالي په پای‌موري سیمه کې رامنځته شوې. پېښه کې یوه کرولا ډوله موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په مړو شویو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي.

د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني سلام‌وطندار ته وايي چې یاد موټر له کابل څخه د بامیان شیبر ولسوالي ته روان و.

د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې یو ماشوم او ځوان شامل دي چې د ځوان روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پېښو له خلکو قرباني اخیستې. هېواد کې د ډېری ټرافیکي پېښو لامل د لارو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او له ټرافیک قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا په ګوته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام