Asset 1SWN

پکتیکا کې د پاکو اوبورسولو پنځه شبکې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

a70221d6-e670-443d-a890-aef350bca6d3

د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول شفېع همت وايي چې د ياد رياست تر چتر لاندې پرمختيايي مرستو اداره (ORD) دفتر په مالي همکاري د پاکو اوبو پنځه شبکې جوړې او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې.

د همت په وينا، د پاکواوبو یادې شبکې په اومنه، سروضه او ارګون ولسوالیو کې د څه باندې ۷۰۰زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په یادو شبکو کې د پنځه ژورو څاګانو کیندل، د پاکواوبو د پنځو ذخیرو جوړول، د ۱۰۲ سولر تختو او ۸۸ شیردانونو نښلول شامل دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو شبکو د کار په جریان کې لسګونه کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د يادو ولسوالیو ۱۲۷۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو زمينه برابره شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام