د کونړ محلي مسوولان وايي چې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالي کې له درېوو ورځو راهېسې د خوړ په ځنګل کې اورلګېدلی او د تندو بادونو له امله د اور مخنیوی له خنډ سره مخ شوی دی.
د ناړۍ ولسوال امینالله شهاب وایي چې د سیمې خلک او د ولسوالي د کرنې ریاست مامورین سیمې ته د اوروژنې لپاره رسېدلي، خو زیاتوي چې د بادونو له امله د اور مهار ستونزمن شوی دی.
نوموړی وايي، تراوسه د اور لګېدنې لامل معلوم نهدی، خو تر دې مهال شاوخوا ۱۲ هکټاره ځنګلونه سوځېدلي او د اور پراخېدو وېره هم شته.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې وړ ده چې د کونړ په ځنګلونو کې وخت نا وخت ورته پېښې د سیمې د خلکو او سیلانیانو د بېپامۍ له امله رامنځته کېږي.
له دې وړاندې هم د کونړ او نورستان سربېره د هېواد په نورو سیمو کې هم ځنګلي اورونه رامنځته شوي چې لامل یې د هوا تودوخه او د شپنو او سیلانیانو ناپامي یاده شوې ده.