Asset 1SWN

سلام وطندار

د هېواد ختیځ کې جګړو ۶۸زره ماشومان بېځایه کړي

ماشومان

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ Save the Children ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتېدو له امله، د افغانستان په ختیځ کې شاوخوا ۶۸ زره ماشومان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي.

دغه بنسټ یوه تازه راپور کې ویلي، د سلګونو ټولګیو او لنډمهالو زده‌کړیزو مرکزونو د تړل کېدو په دلیل، له ۸ زرو څخه ډېر هغه ماشومان چې د ژغورنې نړیوال بنسټ او د شریکانو له لوري یې ملاتړ کېده، دامهال له ښوونځي پاتې دي.

راپور کې راغلي چې ماشومان بیړنۍ ساتنې او رواني ـ ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري او دغه بنسټ اړ شوی چې د ماشومانو ځینې مرکزونه د لنډمهال لپاره وتړي.

همدارنګه راپور کې ویل شوي چې شاوخوا ۱۳۴ زره کسان د دوی د فعالیتونو ګډوډېدو له امله اغېزمن شوي چې په کې د روغتیا، تغذیې، د ماشومانو د خوندیتوب او د زده‌کړې پروګرامونه شامل دي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ زیاته کړې چې د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې، د اسلامي امارت او پاکستان جګړه کې شاوخوا ۵۶ کسان وژل شوي او له ۱۲۰ څخه ډېر ټپیان شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

دغه راز ویل شوي چې په ټول افغانستان کې له هر درېیو کسانو یو یې د خوړو مرستې ته اړتیا لري او د خوړو وېش پروګرام له ځنډېدو وروسته، شاوخوا ۱۶۰ زره کسان اغېزمن شوي، ځکه چې د خوړو نړیوال پروګرام په اغېزمنو سیمو کې خپل فعالیتونه درولي دي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د راپور په یوه برخه کې ویل شوي: «ځینې کورنۍ چې ډېری یې په بشپړ ډول پر بشري مرستو تکیه لري، اوس اړ دي چې دویم ځل هم بې‌ځایه شي، ځکه هغوی د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو د مرګوني زلزلې له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي وو. د زلزلې له شپږو میاشتو تېرېدو وروسته شاوخوا ۴۹ زره کسان لا هم بې‌ځایه دي چې دا شمېر د وروستیو نښتو له امله د نوو اړمنو کسانو له زیاتېدو سره نور هم لوړ شوی دی.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام