Asset 1SWN

سلام وطندار

وچکالۍ سره مبارزه؛ ننګرهار کې د چکډېمونو جوړولو لړۍ چټکه شوې

چکډېم

د اقلیمي بدلون له امله ترځمکې لاندې اوبو کچې په ټیټېدو سره، د ننګرهار مسوولان وایي چې په دې ولایت کې یې د چکډېمونو جوړولو لړۍ چټکه کړې.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د دې ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې یې د اوبو د تغذیې او کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو لپاره یو شمېر چکډیمونه جوړ کړي او په ځینو کار روان دی.

د مسوولانو په خبره، یاد چکډیمونه د اوبو مدیریت، د خاورې تخریب مخنیوي او د سېلابونو د زیان کمولو لپاره جوړوي چې په دې سره به د کرنیزو ځمکو د تخریب مخه هم ونیول شي.

د کرنې او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول اجمل سبحاني سلام‌وطندار راډیو ته وویل، د جلال‌اباد ښار په شمول ۲۲ ولسوالیو کې یې ۲۷ چکډیمونه جوړ کړي او دا چاره لا روانه ده.

نوموړی وایي، د یادو چکډیمونو جوړول اوبو ته دا زمینه برابروي چې ورو ورو ځمکې ته جذب شي او دا کار د ځمکنيو اوبو د سطحې په لوړولو کې مرسته کوي او د خلکو د اوبو ستونزې تر یوه بریده حلوي.

«ننګرهار کې ۲۷ چکډیمونه جوړ شوي او یو چکډیمو چې د ښار پنځمه ناحیه کې دی، کارونه یې روان دي، دغه چکډیمونه د ځمکې لاندې اوبو د تاندولو لپاره جوړیږي او د باراني اوبو د ذخیره کولو لپاره جوړیږي، ترڅو مونږ وکولی شو باراني اوبه چې سیلابي کیږي او کورونه له منځه وړي، د هغې د ساتلو او اوبو د سطحې د لوړولو لپاره جوړیږي، تر څو د ځمکې لاندې اوبه تقویه شي، څو په راتلونکي کې په دوامداره ډول له هغه څخه استفاده وکولی شو.»

ورته مهال، د ننګرهار اوسیدونکي د یادو چکډیمونو جوړولو ته خوښ ښه دي، خو له اسلامي امارت او همکارو مؤسسو څخه غوښتنه کوي چې ورته چکډیمونه دې په نورو ولسوالیو کې هم جوړ شي، ترڅو کرنیزو ځمکې جوړي شي، د سېلابونو مخه ونیول شي او هم تر ځمکې لاندې اوبه تقویه شي.

د ننګرهار د بټي‌کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي عبدالرحمن او محمد روف په دې اړه وايي:

«زمونږ غوښتنه د کرنې ریاست له مسوولانو دا ده چې تنها په بټي‌کوټ کې نه، بلکه د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې دې چکډیمونه جوړ کړي، د بارانونو په وخت کې اوبه دغلته ذخیره کیږي، ځکه دغه سیمه بیا زیات وخت وچکالي ځپي او د اوبو امکانات نه وي او له دغو اوبو څخه بیا بزګران استفاده کوي، خپل فصلونه به اوبه کوي او د بزګرانو ستونزه به تر ډره ورسره حل وي.»

«پخوا به د باران اوبه همداسې تللې، اوس دې چکډیمونو کې ذخیره کیږي، د سیلابونو مخه هم ورسره نیول شوې او زمونږ لپاره هم ښه چې فصلونه ترې اوبه کوو او وچکالي وخت کې د دهقانانو لپاره ډیر ګټور دي.»

بل لور ته د اوبو کنټرول برخې متخصصان هم ټینګار کوي چې چکډیمونه د خاورې د له منځه تلو مخه نیسي او د شنو ساحو د پراخېدو لامل ګرځي.

انجنیر وحید اسلام وایي، دا ډول پروژې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو د کمولو لپاره هم مهم رول لري.

د ده په خبره، د سېلابونو پرمهال د اوبو د چټک جریان کنټرول د دې لامل کیږي چې د کورونو، سړکونو او کرنیزو ځمکو د زیان کچه راټیټه شي چې دا چاره د خلکو د اقتصادي زیانونو د کمېدو سبب هم ګرځېدلی شي.

«هغو سیمو کې چې چکډیمونه موجود دي، په هغو سیمو کې د اوبو شتون نتایج ډیر مثبت وي، د ځمکې لاندې اوبه هلته په ځای پاتې دي، سطحه یې ډیره نه‌ده ښکته شوې، ځکه اوبه چکډیمونو کې ساتل کیږي او ځمکې ته ارزاق کیږی، بله ګټه یې دا ده چې چکډیمونه د سیلابونو د اوبو سرعت کنټرولوي او کومو سیمو کې چې چکډیمونه شته نو هلته ترې د کرنې لپاره هم کار اخیستلی شو.»

د اوبو برخې کارپوهان وايي، که د ننګرهار په شمول د افغانستان په ټولو ولایتونو کې چکډیمونو جوړولو ته دوام ورکړل شي او دا پروژې په سمه توګه مدیریت شي، نو په راتلونکې کې به د اوبو کمښت او د طبیعي پېښو زیانونه تر ډېره کنټرول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام