د بلخ محلي مسوولان وايي، د نوري فایبر انټرنټ د اسلامي امارت د مشر شیخ هبتالله اخندزاده په فرمان قطع شوی.
د بلخ د والي ویاند عطاالله زید پر خپله اکسپاڼه لیکلي چې دغه اقدام له منکراتو څخه د مخنیوي په موخه شوی دی.
هغه لیکلي چې تر دې وروسته د نوري فایبر فعالیت قطع شوی او له دې لارې انټرنیت د لاسرسي وړ نه دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د بلخ یوشمېر اوسېدونکي وايي، تېرو دوو ورځو راهیسې مزارشریف ښار کې د کیبل او وایفای له لارې د دفترونو، شرکتونو او رهایشي کورونو انټرنټ بند شوی.
دوی وویل، دامهال یوازې د موبایل انتونونو له لارې د مخابراتي شبکو انټرنټ د لاسرسي وړ دی.
د بلخ ولایت اوسېدونکي زیاتوي چې د کیبلي او وایفای انټرنټ په قطع کېدو سره، کاري او ښوونیز بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.