Asset 1SWN

د بدخشان کروندګر: سږکال مو د للمي غنمو او وربشو حاصلات کم دي

0G0A0492-qed8dl2iwqxai87g401ak9xnsd0oqffbkhpsz4nq14

بدخشان کې د تېرکال په پرتله سږکال د للمي غنمو او وربشو حاصلات د پام وړ کم شوي دي. د یادو حاصلاتو کمښت د اصلاح شویو تخمونو کموالی او ټیټ کیفیت یاد شوی دی.

د دغه ولایت یوه کروندګر وجهه‌الدین سلام‌وطندار ته وايي، کروندګر د اړوند ادارو ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا لري او شته ستونزې یې، باید هوارې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «زه ۵ جریبه اوبیزه ځمکه لرم او تر څنګ یې په ۲۵ جریبه للمي ځمکه کې غنم او وربشې کرو. د حاصلاتو کچه مو د تېر کال په پرتله د اوبو د نشتون او اصلاح شویو تخمونو د کیفیت د ټیټوالي له کبله کمه شوې ده.»

د بدخشان د تشکان ولسوالي کروندګر روضت‌الله سلام‌وطندار ته وویل، سږکال یې له کرنیزې ځمکې د حاصلاتو په اخیستلو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

نوموړی اقلیمي بدلون او د بارانونو کمښت د دې لامل ګڼي چې د دوی پر کرنیز فصلونو اغېز وکړي او د حاصلات د کمیدو تر څنګ یې کیفیت هم را ټیټ شي.

نوموړي وویل: «هو، زمونږ د کلي مشرانو، د تشکان ولسوالي د حوزې مشرانو څو ځله د بدخشان کرنې ریاست ته مراجعه وکړه او د مراجعه کولو لامل  يې هم د اصلاح شویو تخمونو پیدا کول او ښه کیمیاوي سره وه چې له بده مرغه دوی هیڅ شی ترلاسه نکړ او همداسې بې برخلیکه پاتې دي او حاصلات يې هر کال کمیږي.»

هم‌مهاله د بدخشان یو بل کروندګر وثیق‌الله له سلام‌وطندار سره د خبرو پرمهال وویل: «په للمي ځمکو کې مونږ ډېر حاصلات نه کرو، مونږ غنم ډېر کرو او ځینې سیمې چې سړې دي په هغو سیمو کې اوربشې کرو، په ځینې سیمو کې چې مونږ ځمکې لرو هلته پرې کرنه ډېر کله نه ترسره کوو یوازې د څارویو د څړ ځایونو لپاره مو ځانګړي کړي دي.»

په همدې حال کې بدخشان کې د کرنې کارپوه عبدالبصیر یونسي وايي، له دې امله چې بدخشان یو غرنی ولایت دی، ګڼ‌شمېر بزګران په للمي ځمکو کې پر کرکیله بوخت دي.

نوموړي وویل: «کروندګر چې له خپلو ځمکو د حاصلاتو د بې ثباتۍ په اړه شکایت لري، په دوي پورې هم اړه لري. له دغو ځمکو ښه ساتنه نه کوي، هر کال چې غنم کري یوه مسله ده چې هغه چوکاټ، هغه تکسچر او د خاورې کیفیت له منځه وړي هر کال غنم، غنم غنم خپله د خاورې همغه د عضوي موادو خاصیت، او ثبات له منځه وړي، کومې کیمیاوي سرې چې دوی يې کاروي زیاتره وخت ځمکې خرابوي. متاسفانه دوي خپلې ځمکې په معیاري شکل نشي ساتلی.»

په همدې حال کې د بدخشان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر احسان‌الله سراجي وايي، اقلیمي شرایط هغه اساسي لامل دی چې د کروندګرو پر حاصلاتو یې د پام وړ اغیز کړی دی. د نوموړي په وینا، د ډېرو او کمو بارانونو پرمهال کلونو کې له کرنیزو ځمکو د حاصلاتو اندازه او کیفیت اغېزمن کېږي.

هغه وویل: «له کرنیزې بې ثباتۍ څخه هدف دادی چې للمي ځمکې او فصلونه اب و هوا پورې اړه لري. اقلیمي شرایطو پسې تړاو لري. کوم کال چې بارانونه وشي او کوم کال چې ونشي طبیعي ده چې حاصلاتو کې فرق راځي. بارانونو ته اړتیا لري او په خپل وخت اړتیا لري. دا چاره هم مثبت تاثیرات لري او هم منفي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هېواد په شمال‌ختیځ  کې پروت بدخشان ولایت یو له سړو او غرنیو ولایتونو څخه دی چې د کرنې په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی. د دې ولایت کروندګر په زیاته اندازه له للمي ځمکو څخه ګټه اخلي چې له لارې یې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام