Asset 1SWN

تخار کې بزګران: د «انلاین مشورې ورکولو مرکز» مو ۷۰سلنه ستونزې حل کړي

کشاورز در تخار

د تخار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت بزګرانو ته د اسانتیاوو او مشورو ورکولو په موخه د انلاین مشورې ورکولو مرکز فعال کړی چې له دې لارې غواړي د بڼوالو ستونزې حل او مشورې ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ولایت د کرنې ریاست مسوولان وايي، بزګرانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه یې د ۴۱ ګڼې فرمان پر بنسټ، یاد مرکز رامنځته کړی چې هره ورځ لسګونه بزګران اړیکې نیسي او د ستونزو د حل په اړه لارښوونې او مشورې ورکول کېږي.

د تخار محلي چارواکي د دې مرکز مشورې د پام وړ مهمې ګڼي او وايي، د مرکز په اړه د کروندګرو په خبرولو کې د جوماتونو امامانو او تبلیغاتي‌پاڼو ورسره مرسته کړې.

دوي زیاتوي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې بزګرانو ته د عامه پوهاوي او معلوماتو رسولو په موخه په ټولنیز رسنیو کې ادرسونه، یوټیوب او ځانګړی کتابتون جوړ کړي.

د تخار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر عبدالاعلي رادمرد سلام‌وطندار ته وویل: «له نېکه مرغه، د دوی حاصلات زیات شوي دي او پوهه یې لوړه شوې. یوه بله ښېګڼه چې دغه مرکز یې لري هغه داده چې هر وخت تکنالوژي د پرمختګ په حال کې ده همداسې د بڼوالۍ په برخه کې هم پرمختګونه روان دي او زیات شوي دي، د بېلګې په ډول پخوا یوازې دری یا څلور رقم اصلاح شوي غنم وو، اوس د اصلاح شویو تخمونو شمېر ۱۲ او ۱۳ رقمونو ته رسېدلی دی.»

هغه کروندګر چې د دې انلاین مرکز له خدمتونو یې ګټه‌اخیستنې، خوښي څرګندوي او وايي چې دغه مرکز توانېدلی، دوي له تګ څخه اړوندو دفترونو ته مخه ونیسي او د ډېرو پوښتنو ځوابونه یوازې د یوې اړیکې له لارې ترلاسه کوي.

د تخار یوه کروندګر محمد‌شایق وویل: «موږ ځکه له انلاین خدماتي مرکز سره اړیکه ونیوله چې موږ دوهم ځل بل کښت په ځمکه کې کړو او په دې اړه مو مالومات ترې وغوښتل. له نېکه مرغه نتیجه یې ورکړه سږ کال مو د حاصلات ګټه دوه چند شوې او یاد مرکز مشورې وې چې په حاصلاتو کې تغیرات راغلل.»

د تخار د کرنې کارپوهان د کروندګرو لپاره د انلاین خدمتونو د مرکز جوړېدل ښه اقدام بولي او وايي، که دغه ډول نظریې او مشورې په عملي او نظری ډول هم له بڼوالو سره شریکې شي، ستونزې به یې په اساسي ډول حل شوې وي.

د دې ولایت د کرنې پوهان زیاتوي، آنلاین خدمات او مشورې کولای شي، د کروندګرو ۷۰سلنه ستونزې هوارې کړي، خو تصویري او غږیزې رسنۍ بیا د بڼوالو د پوهاوي لپاره مهمې دي او دوی له د لارې په ښه توګه یو څه زده‌کولی شي.

د تخار د کرنې چارو  متخصص فیض‌الله فروتن سلام‌وطندار وویل چې د معیاري بڼوالۍ په وده، د اصلاح شویو تخمونو په وېش او د سبزیجاتو په برخه کې د خدمتونو په وړاندې کولو سره کرنیز سکټور د میکانېزه‌کېدو خوا ته تللی شي.

نوموړي وویل: «سیسټمونه باید میکانیزه شي، بڼوالو ته پوهاوی ورکړل شي، باغدارۍ په کار ده وده ورکړل شي، اصلاح شوي تخمونه وویشل شي او کمیاوي سرې د بڼوالو په واک کې ورکړل شي. همدا ددې لامل کېږي چې بڼوالي پرمختګ وکړي او حاصلات ښه شي.»

د یادونې وړ ده، تخار یوازینی ولایت دی چې د کرنې ریاست په نوښت یې د انلاین کرنیزو مشورو کولو مرکز جوړ کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باور دا دی که دا لړۍ د هېواد په کچه وغځیږي، کروندګرو ته په وخت او اړین معلومات ورکړل شي، لیرې نه ده چې کرنیز سکټور به د پام وړ پرمختګ وکړي او بزګران به وکولای شي له خپلو کرنیزو ځمکو زیات حاصلات په لاس راوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام