کندوز کې یو شمېر بزګران وایي، دې وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو او د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره، کرنیزې ځمکې نور د پخوا په څېر حاصل نه ورکوي.
دوی وویل، اقلیمي بدلونونه او په دوامداره توګه له کیمیاوي سرو څخه ګټې اخیستو دودیزې کرنیزې کړنلارې له ننګونو سره مخ کړي.
کندوز کې کروندګر سهراب سلاموطندار ته وویل، دې وروستیو کلونو کې یې د ځمکو حاصل د پخوا په پرتله کم دی.
هغه زیاتوي، کومې ځمکې چې پخوا به یې د لږې سرې او کافي اوبو په کارولو ښه حاصل ورکاوه، اوس د هماغه کچې حاصل لپاره ډېرې سرې او پرلهپسې اوبو ته اړتیا لري.
هغه وایي: «بدلونونه ډېر راغلي، پخوا زموږ حاصلات ډېر وو او بارانونه هم زیات وو. په ټوله کې دې وروستیو کلونو کې بارانونه کم شوي او حاصلات مو هم ډېر راکم شوي. پخوا به مو سره هم نهکاروله، خو اوس سره هم کاروو، بیا هم حاصلات د پخوا په پرتله ډېر کم شوي. اساسي سرې هم کاروو، خو د سرې کارونه زیات شوي او بیا هم حاصل کم شوی.»
کندوز کې بل بزګر سمیعالله وایي، د هوا د تودوخې زیاتوالی لامل شوی چې ځمکې ژر وچې شي او د اوبو اړتیا زیاته شي.
د هغه په وینا، د دې ترڅنګ د کیمیاوي سرو دوامداره کارونه هم د خاورې او کرنیزو حاصلاتو د کیفیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي.
«سږ کال غنم هم د وچېدو په حال کې دي. اوبه ډېرې کمې دي او پخوا به مو سره لږه کاروله. اوس زموږ خاوره هم بېکیفیته شوې او زیانمنه شوې، ځکه سره ډېره کاروو، خو بیا هم غنم ښه حاصل نهورکوي.»
کندز کې بل بزګر مطیعالله وایي چې د دې وضعیت دوام هغوی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.
ده وویل، د سرې، اوبو او نورو کرنیزو لګښتونو زیاتوالی یې د خپلو ځمکو د کښت په اړه په شک کې اچولی او له مسوولانو غواړي چې ملاتړ او مالوماتي هڅې زیاتې کړي.
«له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د لوړ کیفیت سرې مرسته وکړي او د ځمکو لپاره ښه کیفیت لرونکي دواوې ورکړي. د ځمکې مطابق، البته لومړی وګوري، بیا هغه ډول سره او دوا ورکړي. اصلاح شوي تخمونه ورکړي، ترڅو موږ له خپلو ځمکو ښه حاصل ترلاسه کړو.»
په همدې حال کې، کندز کې د کرنیزو چارو کارپوه شفیعالله حمیدي سلاموطندار ته وایي، دوامداره او په بېمخینې ډول د کیمیاوي سرو کارول کولی شي د خاورې طبیعي جوړښت بدل کړي او په اوږدمهاله کې د ځمکو حاصل کم کړي.
هغه زیاتوي چې اقلیمي بدلونونه او په بېمخینې ډول د سرو ترکیب ممکن په راتلونکي کې د خاورې د تخریب او د حاصل د کمښت سبب شي.
«ډېرې سپارښتنې د بزګرو لپاره شته، مهمه یې دا ده چې له عضوي سرو کار واخلي، که توان لري د عصري اوبوخور طریقې وکاروي. په وطن کې اوبه کمې دي، بېرویه مصرف نهکړي ځکه نباتات به تر ډېره وخته خراب شي او اکسیجن به کم شي. همدارنګه، که باغداران او کروندګران وي، کولی شي په خپلو باغونو کې لایم، سلفر او د ژمي تېل وکاروي چې په ښارونو کې هم ډېر استعمالیږي، دا کار د محصولاتو د حاصل زیاتوالي او د باغونو د ساتنې سبب کېږي.»
خو، د کندوز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د کرنې چارو مسوول صلاحالدین وايي، په سمه توګه د کیمیاوي سرې کارونې او د پایدارو کرنیزو طریقو په اړه د پوهاوي پروګرامونه په لاره اچول شوي.
د هغه په وینا، دغه پروګرامونه بزګرانو ته د خاورې مدیریت، د سرې سم استعمال او اقلیمي بدلونونو سره د مطابقت په برخه کې روزنه ورکوي.
«د خاورې په برخه کې، څو ورځې وړاندې د کرنې وزارت یوه ډله راغلې وه او د کندوز د خاورې نمونه یې واخیسته. انشاءالله له دې تجزیې وروسته به پایلې له بزګرانو سره شریکې شي، څو هغوی وکولی شي هغه مواد یا سرې چې د خاورې اړتیاوې پوره کوي، وکاروي.»
دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان باور لري که د خاورو او اوبو سرچینو سم مدیریت ونهشي او هغسې چې اړتیا ده بزګران ونهروزل شي، نو دا لړۍ به راتلونکو کلونو کې د کندوز د کرنې برخه له لویو ننګونو سره مخ کړي.