د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند د کُرمې په صده سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله پنځه سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ جمعه، جون ۲۱مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له چاودنې وروسته سیمه کې پراخ عملیات پیل شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د پاکستان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ ګواښ لهمنځه وړو لپاره چمتوو دي او زموږ د زړورو سرتېرو دا ډول قربانۍ زموږ عزم نور هم پیاوړی کوي.»
د جیونیوز ټلوېزیون د راپور له مخې، د روانې میاشت په لومړیو کې د یاد ایالت په لکيمروت سیمه کې هم د چاودنې له امله د پوځ اووه سرتېري وژل شوي وو.
دغه سرتیري په یاده سیمه کې د وسلهوالو د لهمنځه وړو په موخه پر عملیاتو بوخت و.
د جیونیوز د راپور پر بنسټ د روان ۲۰۲۴کال په لومړیو درېوو میاشتو کې ۸۶سلنه بریدونه او ۹۲سلنه قربانۍ په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوې دي.
دغه موندنې د امنیتي او څېړنیزو مطالعاتو مرکز له لوري د سروې په پایله کې ترلاسه شوې دي.
د یاد مرکز په راپور کې ویل شوي چې دې موده کې د تاوتریخوالي له کبله ۴۲۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د ملکیانو او نظامیانو په ګډون ۳۷۰ کسان ټپیان شوې دي.
په راپور کې همداراز راغلي چې دې موده کې بیا ۲۴۵ ترهګریز بریدونه او د ترهګرو پر ضد عملیاتونه شوې دي.