Asset 1SWN

سلام وطندار

اروپايي ټولنه: له جګړو پاتې مهمات د افغانانو ژوند ګواښوي

له جګړو پاتې مهمات

په اسیا او ارام سمندر کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو څانګې ویلي، افغانستان کې له تېرو جګړو پاتې مهمات د دې هېواد د وګړو پر وړاندې پټ او مرګونی ګواښ دی.

یادې ادارې نن سې‌شنبه دلوې ۲۸ / فبروري ۱۷ پر اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان کې له ماینونو او د جګړو له پاتې مهماتو د ککړو ځمکو د پاکولو له هڅو ملاتړ کوي.

اروپايي ټولنې زیاته کړې چې افغانستان د ماینونو د ککړتیا له پلوه د نړۍ تر ټولو ککړو هېوادونو څخه دی او د جګړو پاتې مهمات د دې هېواد په کلیو، غرنیو سیمو او کرنیزو ځمکو کې پټ پاتې دي او کره موقعیت یې نه دی ثبت شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دې بنسټ په وینا، له ۱۳۸۹ کال راهیسې تر اوسه پورې له جګړو د پاتې مهماتو د چاودنو له امله څه باندې ۴۵ زره ملکي وګړي وژل شوي یا معلول شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

افغانستان کې د ملګروم ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما هم دوه اوونۍ مخکې ویلي وو، افغانستان په نړۍ کې له جګړو د پاتې مهماتو له امله د ډېرو تلفاتو له پلوه درېیم هېواد دی.

د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د شمېرو له مخې، تېر میلادي کال په افغانستان کې له تېرو جګړو د پاتې مهماتو د چاودنو ۱۹۳ پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۸۷ کسانو ژوند بایللی او ۳۳۳ نور ټپیان شوي، هغه شمېر چې ۶۷.۵ سلنه یې ماشومان جوړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام