Asset 1SWN

سلام وطندار

اروپايي ټولنه: ۲۱ میلیون افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري

پاکې اوبه

د اروپايي ټولنې د اسیا برخې د بشري مرستو ادارې ویلي، افغانستان کې څه باندې ۲۱ میلیون کسان پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

دغه بنسټ نن (دوشنبه، جدي ۱) پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د کلونو جګړو او د اقلیمي شرایطو د خرابېدو له امله اوبو ته لاسرسي کې محدودیت سره مخ دي.

د اروپايي ټولنې د اسیا برخې د بشري مرستو ادارې زیاته کړې چې پاکو اوبو ته د کورنیو د لاسرسي لپاره پر څاګانو لاسي بمبې نصبوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم دوه ورځې وړاندې ویلي وو، افغانستان کې پرلپسې وچکالۍ د افغانانو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

همداراز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف تر دې وړاندې ویلي وو، افغانستان کې له لسو اته کسان ککړې اوبه څښي.

افغانستان کې د پاکو اوبو نشتوالی یوه جدي ننګونه ګڼل کېږي.

د یادونې ده چې له اقلیمي بدلونونو څخه د افغانستان زیانمنېدو کچه لوړه ده او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري د وړاندې شوو شمېرو پر بنسټ، له دغه بحران سره د مبارزې لپاره ۲۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام